د عامې روغتیا وزارت داخلي تفتیش ریاست د یو پریزنټېشن په ترڅ کې د خپلو یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ سره شریک کړ

یاد پریزنټېشن د داخلي تفتیش رییس، مولوي عبدالله حامد حامد له لوري وړاندې شو، چې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د مقام مشاورینو ته د یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو اړوند هر اړخیز معلومات ورکړل شو.
ښاغلي وزیر، د یاد ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې واورېدې، د داخلي تفتیش ریاست یې یو اساسي او مهم ریاست وباله او د دغه ریاست د لا ښه والي او پیاوړتیا ډاډ یې ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د روان کال په ترڅ کې داخلي تفتیش ریاست ۴۴ مرکزي او ولایتي واحدونه پلټلي دي.