د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

موضوع: د اسنادو ارزونې په موخه د هاضمي جهاز انډوسکوپي ازموینې لپاره نوملیکنه.

ټاکل شوې د اکمال تخصص لوی ریاست د قانون سره سم د هاضمي جهاز انډوسکوپي ازموینه د هغو متخصصینو څخه واخلي چې د اکمال تخصص لوی ریاست د راجستر شويو ټرینرانو څخه او یا له بهر هېواد څخه د هاضمي جهاز انډوسکوپي برخه کې یو کلن سند ولري.

په شرایطو برابر نوماندان کولای شي د ٠٥/٠٨/١٤٠٤ څخه تر ٢٠ ورځو پورې د لاندې لینک له لارې نوملیکنه وکړي.

https://forms.gle/f68SfPva3DE39Hfn8

په ازموینه کې د ګډون شرایط:

- ١: د افغان تابعیت تذکرې درلودل

- ٢: د طب پوهنځي څخه د فراغت ډیپلوم درلودل

- ٣: په یوه برخه کې د تخصص سند درلودل (عمومي داخله، ماشومانو داخله، عمومي جراحي او د ماشومانو جراحي)

- ٤: د اکمال تخصص لوی ریاست سره د راجستر شوي (ثبت شوي) روزونکي څخه د هاضمي جهاز انډوسکوپي برخه کې د یو کلن سند درلودل یا له بهر څخه د هاضمي جهاز انډوسکوپي روزنیز پروګرام یو کلن سند درلودل، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري تائید او د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري ارزول شوی وي.

د ازموینې لپاره منابع/ ریفرینس:

HARRISON edition 21 (gastroenterology chapter)

Cotton and Williams edition 7th

Atlas of diagnostic endoscopy edition 3rd

Upper endoscopy for GI fellows (Douglas G.Adler editor)

Basic skills in gastro intestinal endoscopy (A training manual)

د وړ نوماندانو شهرت او د ازموینې اخیستلو نېټه به وروسته د عامې روغتیا وزارت په رسمي ویب پاڼه کې اعلان شي.

یادونه: د نورو معلوماتو او یا له ستونزې سره د مخ کېدو پر مهال، مهرباني وکړئ دې شمېرې ۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷ ته زنګ ووهئ.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۳۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم به د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ (قوس) له ۸مې نېټې څخه د قوس تر ۲۰مې نېټې پورې سمنګان ولایت ته په سفر کې اړمنو کسانو ته په لاندې برخو کې د سترګو . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

عامې روغتیا وزارت اړوند د ټرینري تخصص بستونو خبرتیا !

د عامې روغتیا وزارت اړوند د ټرینري تخصص بستونو د ازموینې ګډونوال کولای شي، چې خپلې پایلې له لاندې لېنک څخه ترلاسه کړي.

https://sites.google.com/view/nexa-results-moph/home

Back to announcements