د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاعلي مولوي حمدالله زاهد د دې معینیت له تخنیکي ټیم سره یو ځای د هېواد د درملو او طبي تجهیزاتو د واردوونکو اتحادیې له مسئولینو او غړو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۸
moph

په دې لیدنه کې د خوړو او درملو معینیت رهبرۍ د ګډونوالو ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې د شريکو شویو ستونزو هر اړخیزې ارزونې او حل لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.

همدارنګه، په دې ليدنه کې له سوداګرو وغوښتل شول چې ژر تر ژره له هغو نویو او معتبرو شرکتونو سره چې په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې شتون لري او غوره کیفیت او مناسب قیمت ولري، هوکړه وکړي او د هېواد اړین درمل وارد کړي، تر څو په راتلونکې کې د هېواد بازار د درملو له کمښت سره مخ نه شي.

ښاغلي مرستیال ټينګار وکړ، له هغو شرکتونو او کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې د درملو احتکار وکړي او یا د بېلابېلو پلمو له لارې د بیو د ناقانونه لوړېدو سبب شي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبري، په ځانګړي ډول د خوړو او درملو معینیت په منظم او دوامدار ډول د درملو له سوداګرو سره په اړیکه کې دی، څو د هېوادوالو د درملو اړتیاوې پوره، د دې سکتور د سوداګرو ستونزې وڅېړل شي او په لنډ وخت کې حل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۹
Background image

د بادغیس ولایتي روغتون سره د یو شمېر مهمو طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه

دا مرسته د یونیسف ادارې له لوري د بادغیس ولایتي روغتون سره د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا په موخه وشوه او اړوندو مسؤلینو ته وسپارل شوه.

په یادو وسایلو کې د څه باندې ۷۰٬۰۰۰ امریکایي ډالرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۱:۵۴
Background image

د کابل ښار په بېلا بېلو ناحيو کې د کیفیت ښه والي په موخه له یو شمېر درملیزو او غذایي تأسیساتو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې رياست نظارتي ټیم د کابل ښار بېلا بېلو ناحيو کې له ۲۳ بابه درملیزو او غذایي تأسیساتو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې یې څلور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست سره د ۱۱ قلمه روغتیايي کیټونه مرسته وشوه

دغه مرسته، چې ارزښت یې له ۸۰۰۰ امریکايي ډالرو څخه زیات دی، د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د سمنګان ولایتي روغتون کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا په موخه د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست سره. . .

BACK TO NEWS