د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست او د کابل طبي علومو پوهنتون ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۸:۴۳
MOPH

په دې غونډه کې، چې د عامه تغذیې رئیس ډاکټر حکمت الله معصومي او کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه، چې شاوخوا ۳۰ استادانو او د تغذیې ماسټرۍ پروګرام د لومړۍ دورې محصلانو یې ملتیا کوله د دواړو ادارو تر منځ د یوې دوامداره او منظمې همغږۍ را منځته کولو، د اړوندو معلوماتو شریکولو، په علمي او تجربوي برنامو کې د دواړو ادارو د استازو ګډون، د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، هېوادوالو ته د تغدیې برنامو لاندې چوپړتیاوو برابرولو، په دې برخه کې د کدرونو روزلو، په هېواد کې د خوارځواکۍ پر وړاندې د کوټلي ګامونو اچتولو او د اړونده لارښوونو برابرولو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS