د عامې روغتیا وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، انجینر احمد جاوید وفا او مل تخنیکي ټیم ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۵۴
MOPH

په دې لیدنه کې د شبکې زیربنا د سروې، د لیزلاین تطبیق او همدارنګه د معلوماتي ټکنالوژۍ برخه کې د ستونزو او وړاندیزونه په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

همداراز، دغه پلاوي د شبکې زیربنا د بشپړې سروې په موخه د ننګرهار ولایت د کامې او خوګیاڼي ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو او د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له کلینیک څخه هم لیدنه وکړه او د یادو روغتیایي مرکزونو ستونزې، په ځانګړي ډول د شبکې، انټرنیټ، امنیتي کامرو، د فیس اخیستنې سیستم او برېښنايي حاضرۍ سیستم په برخه کې وڅېړلې، په دې برخو کې یې د اړوندو مسؤلینو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د حل منطقي لارې چارې یې ورته وړاندې کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS