د عامې روغتیا وزارت د معین له خوا د سید کرم روغتون د پاتې چارو ارزونه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۴۸
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني پکتیا ته د سفر په ترڅ کې له مل پلاوي سره په ګډه د سید کرم ولسوالۍ روغتون د نیمه پاتې چارو څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر معراج ګل عادل او د سید کرم ولسوال یې هم ملتیا کوله، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون د بېلا بېلو برخو نیمه پاتې چارو ارزونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د دغه روغتون پاتې چارې باید ژر تر ژره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۵:۳۳
Background image

تخار ولایت کې د ۱۶ ولسوالیو واکسیناتوارنو ته ۴۰ عرادې موټرسیکلونه وویشل شول

 دغه موټرسیکلونه د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د یونیسف نړیوالې ادارې او آغا خان مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۶ ولسوالیو واکسیناتوارنو ته د واکسیناسیون بهیر چټکتیا، لرې پرتو سیمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۸
Background image

پکتیا ولایت کې شاوخوا ۱۴۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یو وړل شول

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو او څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د درملو او خوراکي توکو له ۶۹ تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې یې ۲۷۴. . .

BACK TO NEWS