د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس او مل پلاوي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره لیدنه وکړه

په یاده لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي د کونړ د عامې روغتیا له رئیس، قاري مظفر خان مخلص سره د پېچ درې ولسوالۍ اړوند په لیچه لام ساحه کې د بشپړ روغتیایي مرکز تعمیر د پاتې چارو او نیمګړتیا د حل په لارو چارو خبرې وکړې.
همدارنګه، شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي د کونړ ولایت د عامې روغتیا رئیس په ملتیا د پېچ درې او ماڼوګي ولسوالیو د کچې له روغتونونو څخه لیدنه وکړه، پر وړاندې کېدونکو خدماتو یې خوښي وښوده او مسؤلینو ته یې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.