د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکتر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم دایکندي ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یا ولایت له خصوصي او دولتي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

دغه نظارت چې موخه یې د هېواد په خصوصي او دولتي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکتر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د دایکندي ولایت د میرامور، شهرستان، پاتو، کیتي، کجران او بندر ولسوالیو روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.
دغه راز، د نظارت رئیس روغتیایي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخه کې لا زیاتې او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.