د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي د مرکز کابل شپږمې ناحیې اړوند له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره کړ

یاد نظارت چې د ډاکټر کریم الله حلیمي په مشرۍ د یوې ګډې کمېتې له لوري پیل شوی، ترڅ کې یې د شپږمې ناحیې اړوند خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو.
په دې نظارت کې د روغتیايي مرکزونو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو روغتیايي مرکزونه د خصوصي سکټور د ۱۰۸۴ مقررې سره برابر او هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د نظارت یاده لړۍ به دوام ولري؛ تر څو ټول خصوصي روغتیايي مرکزونه د ۱۰۸۴ مقررې سره برابر او خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.