د عامې روغتیا وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست کارکوونکو ته د کلني اجرااتو ارزونې او کاري پلان جوړولو په موخه روزنیز ټریننګ ترسره شو
په دې ټریننګ کې د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ډاکټر شرافت زمان امرخېل، د عامه اړیکو آمر رحمت الله مؤمن او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون کړی و، چې د کارکوونکو چارو لوی ریاست د اجرااتو ارزونې آمریت د همکارانو له لوري ورته د یو پریزنټېشن په ترڅ کې د کلني کاري پلان جوړولو او د کارکوونکو د اجرااتو کلنۍ ارزونې برخو کې معلومات ورکړل شول؛ ترڅو له همدې مخې هر کارکوونکی ځان عیار او د کال په پای کې چې کومه ارزونه په پام کې نیول شوې، ترسره شي.