د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې رئیس د درېیم ګړي تخنیکي همکارانو سره د همغږۍ او ارزونې په اړه ناسته وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۴۰
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌الله عنایت د عامې روغتیا وزارت د مقام له هدایت سره سم په خپل کاري دفتر کې د درېیم ګړي (جناح ثالث- Third Party) له تخنیکي همکارانو سره ناسته ترسره کړه

د دې ناستې موخه د همغږۍ لا پیاوړتیا او د عامې روغتیا وزارت د فعالیتونو ارزول وو، چې په کې دواړو لوریو د تخنیکي همکاریو څرنګوالي او د فعالیتونو د ارزونې په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د ارزونې پروسه باید د شفافو کړنلارو، معیاري شاخصونو او متقابلو همکاریو له لارې ترسره شي؛ څو د فعالیتونو مؤثریت لوړ او د خدماتو کیفیت لا شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS