د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکتر عنایت‌الله عنایت، د اردن هېواد د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون (JUST) له‌ لوري په جوړ شوي نړیوال علمي کنفرانس کې د دې وزارت په استازیتوب ګډون وکړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۲:۱۲
moph

یاد کنفرانس د کریمیا–کانګو وینې‌ بهېدونکې تبې (CCHF) ناروغۍ د تشخیص، مخنیوي او کنټرول په برخه کې د وروستیو علمي پرمختګونو، زیاتېدونکو نړیوالو روغتیايي ننګونو، د تجروبو شریکولو او د ګډ روغتیايي سیستم د پلي کېدو په موخه جوړ شوی و.

په دغه نړیوال کنفرانس کې د اردن، مصر، ترکیې، پاکستان، تونس، الجزایر، سعودي عربستان، عمان، انګلستان، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو متخصصینو، ډاکټرانو او څېړونکو ګډون درلود.

ډاکتر عنایت په یاد کنفرانس کې د افغانستان له لوري یو جامع علمي پرېزنټېشن وړاندې کړ، چې پکې د کانګو ناروغۍ د تېرو څلورو کلونو تحلیلي ارقام، د درملنې پایلې، د ناروغانو د تداوي وضعیت، د درملنې وروستي ارقام، اختلاطات، د هېواد په کچه د تشخیصیه لابراتوارونو لاسته راوړنې او د عامه پوهاوي اړوند مسایل په تفصیل سره تشریح کړ.

د کنفرانس پر مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرویلانس سیستم او ناروغانو ته د رسېدنې چارې وستایل شوې او ګډونوالو د هېوادونو په کچه د یو ګډ علمي او تخنیکي ستراتیژۍ پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د دې مهلکې ناروغۍ په اړه هراړخیزې څېړنې ترسره او د تحقیقي راپورونو او پروپوزلونو له لارې نړیوال ډونران وهڅول شي، څو له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د ناروغۍ لوړ ارقام او زیات خطر لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د سمنګان ولایتي روغتون عاجل څانګې ته ۲۶ قلمه اړین درمل وسپارل شول

دا مرسته په سمنګان ولایت کې د کاناډا اسلامي رفاه دفتر له لوري وشوه، چې ارزښت یې له یو نیم میلیون افغانیو څخه زیات دی او د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته وسپارل شوه.

یاد درمل د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۰:۳۸
Background image

د د عامې روغتیا وزارت له لوري د MSIA مؤسسې سره د ۷،۷۳۱،۱۲۶ امريکايي ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل، ننګرهار، کاپیسا، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات، کندهار، هلمند، سمنګان، غور، بامیان، پکتیا، خوست او فراه ولايتونو اوسېدونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

سرپل ولایت کې یو ټن له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل له منځه یووړل شول

دغه خوراکي توکي او درمل د سرپل عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل شول.

. . .

BACK TO NEWS