د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي روغتون له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۲:۱۵
MOPH

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مقام مشاورینو (ډاکټر حدیدالله ذاکري او ډاکټر علي احد) د HMIS تخنیکي کارکوونکو، پروفیسور ډاکټر ایمل وردګ او پروفیسور ډاکټر نجیب‌ الله سکندري هم ګډون درلود، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو، د ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او شته ستونزو حل په موخه بحث او خبرې ترسره شوې.

همدارنګه، د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یاد روغتون د وضعیت او شته ستونزو په اړه یو جامع پرزنټېشن وړاندې کړ او ګډونوالو هم خپلې مسلکي مشورې او نظرونه شریک کړل.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې دا ډول ناستې به د لا اغېزمنې همغږۍ او روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه والي په موخه راتلونکي کې هم ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند او د مرکزي روغتونونو د بېلابېلو څانګو متخصصینو شتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۹
Background image

د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۲۶ قلمه طبي وسایل ووېشل شول

دغه وسایل چې ارزښت یې څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالره دی، د ټولنې پیاوړتیا او پراختیا (OCED) مؤسسې له لوري د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شول.

د عامې روغتیا ریاست مسؤلین. . .

BACK TO NEWS