د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د تشکیلاتي جوړښت ښه والي او یقیني کولو په موخه ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۸:۱۸
MOPH

یاده ناسته چې د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت مرستیالانو، عمومي او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، په کې د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د روغتیا وزارت تشکیلاتي جوړښت اړوند خبرې وشوې او د هغه کمېټې له لوري، چې له وړاندې د مالي او اداري چارو مرستیال،  ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ د تشکیلاتي جوړښت ښه والي او یقیني کولو په موخه جوړه شوې وه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شو.

 ښاغلي وزیر، د اړوندو ادارو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د خپلو ادارو د تشکیلاتي جوړښت ښه والي او یقیني کولو برخه کې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره همکاري وکړي؛ تر څو له یوې خوا روغتیايي خدمتونه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي او له بل لوري راتلونکې پلان شوې چارې هم په غوره توګه عملي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د هېواد د یو شمېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د الهي پېښو پر مهال د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په آنلاین ډول ترسره شوه،  په کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له نوي سفیر، ښاغلي کنیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د جیکا ادارې له لوري د کابل افغان جاپان او انتاني تخصصي روغتونونو کې د. . .

BACK TO NEWS