د عامې روغتیا وزارت سرپرست د نړیوال روغتیا سازمان د ختیځ مدیترانې حوزې د همغږۍ ناسته کې ګډون وکړ
دوشنبه، غویی٢٠/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د نړیوال روغتیا سازمان ختیځ مدیترانې حوزې د همغږۍ په ناسته کې د نړیوال روغتیا سازمان (ایمرو) کې په انلاین ډول ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د "ایمرو" د روغتیا وزیرانو برخه اخیستې وه.
دغه غونډه د نړیوال روغتیا سازمان په ٧٤ کلنۍ غونډه کې د ختیځ مدیترانې هېوادونو د ګډون لپاره د لا ښه چمتووالي او همغږۍ په پار جوړه شوې وه.
د غونډې ګډونوالو د خپلو کړنو په اړه خپل پلانونه او نظریات وړاندې کړل او د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ په لا همغږۍ یې ټینګار وکړ.