د عامې روغتیا وزارت له لوري د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۴۵
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، UNDP، UNODC او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د ایډز پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې برخه کې د عامه پوهاوي پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل: د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د روغتیا په ټولو برخو کې خلکو ته عادلانه، مؤثر او باکیفیته خدمات وړاندې کړي.

دغه راز، د وقایوي طب لوی رئیس ډاکټر حیدر خان حیدر د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، د ایډز ناقله ناروغي په نړۍ کې د انسانانو لپاره لوی ګواښ دی او د مخنیوي لپاره یې باید ټول وقایوي تدابیر په پام کې ونیول شي او زیاته یې کړه، چې په دې اړه دې د عامه پوهاوي کچه لوړه او د تشخیص او درملنې خدمات دې پراخ شي.

همداراز، افغانستان کې د ساري ناروغیو (ایډز او هیپټایټس) د کنټرول ملي پروګرام مسؤل ډاکټر عبدالرحمن شیریندل د ایډز (HIV) پر وړاندې د مبارزې برخه کې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړندې کړل.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان او UNDP استازو هم د ایډز ناروغۍ د خطرونو او مخنیوي لارو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل؛ ترڅو دغه خطرناکه ناروغي کنټرول او مخه یې ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې شاملو په شرایطو برابر نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د ازموینې ملي ادارې د مسؤلینو په شتون کې واخیستل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۹
Background image

د بلخ ابو علي سينا حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د دماغي تومور جراحي عمليات په برياليتوب سره ترسره شول

د ياد روغتون د اعصابو جراحي څانګې مسؤلينو خبر ورکړ، چې د دماغ دننه (Intra-axial) تومور لومړني جراحي عمليات، چې د يوې ۱۲ کلنې نجلۍ د شديد سر درد، زړه بدوالي او د ليد کمښت لامل شوی و، په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۳:۵۹
Background image

د کابل ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې د درملو صنعتي پارک لپاره د ځمکې د خط‌اندازۍ بهیر پیل شو

د کابل ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ د خروټو کلي کې د درملو د صنعتي پارک د ځمکې د خط‌اندازۍ بهیر د کابل ولایت د اراضۍ ریاست او کادستر ټیم انجینرانو له لوري د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د اراضۍ. . .

BACK TO NEWS