د عامې روغتیا وزارت له لوري د شمالي سالنګ ټروما سنټر (بیړني روغتیايي مرکز) د ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۴۰
MOPH

د یاد روغتیايي مرکز پرانیست مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی رئیس ډاکټر حیدر خان حیدر، د ولایتونو د همغږۍ سرپرست رئیس ډاکټر عبدالولي علیزي، د بغلان مرستیال والي ملا محمد همایون جهادیار، د بغلان د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد حسن عاصم، روغتیايي کارکوونکو، د سیمې اوسېدونکو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی رئیس، ډاکټر حیدر خان حیدر د یاد روغتیايي مرکز په پرانیستې خوښي څرګنده او ویې ویل: (عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ټولو لویو لارو کې ورته روغتیايي مرکزونه جوړ کړي؛ ترڅو په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو ټپیانو ته بېړنۍ رسېدنه تر سره او اړین روغتیايي خدمتونه ورته وړاندې شي).

دغه راز، د بغلان د عامې روغتیا رئیس، مولوي محمد حسن عاصم وویل: (د دې روغتیايي مرکز په پرانیستلو سره به د ترافیکي پېښو ټپیانو او نورو بېړنیو ناروغانو ته عاجل او اړین روغتیايي خدمات وړاندې کېږي).

د یادونې وړ ده، چې د دغه روغتیايي مرکز د ترمیم او بیا رغونې چارې د عامې روغتیا وزارت له بودجې څخه تر سره شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

BACK TO NEWS