د عامې روغتیا وزارت په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي زده کړو په موخه د ټریني ډاکټرانو څخه ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۹:۱۶
MOPH

یاده ازموینه د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست او ایمرجنسي روغتونونو د مسؤلینو په شتون کې له ۲۸ تنه  نارینه او ښځینه ډاکټرانو څخه، چې د ازموینې ملي کمېټې له لوري دې برنامې ته ورپېژندل شوي وو د جراحۍ، پوستکي او انستیزي په څانګو کې  واخیستل شوه.

په پام کې ده، چې د یادې ازموینې دپایلو له اعلان وروسته به هغه ګډونوال، چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړي د هلمند او کابل ایمرجنسي روغتونونو ته د تخصصي زده کړو په موخه   وروپېژندل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۶:۱
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال نجشیر ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د دغه ولایت له والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبد الولي حقاني او ورسره مل پلاوي پنجشیر ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د دغه ولایت له. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د پنجشیر ولایت د ایمرجنسي روغتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي پنجشیر ولایت ته سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د ایمرجنسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۱:۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا د برخې نړیوالو مسؤلینو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلواډور، د نړيوال بانک استازې. . .

BACK TO NEWS