د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې ریاست له لوري په مرکز کابل کې له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۳:۶
moph

د یاد نظارت په ترڅ کې چې موخه یې په ټول هېواد کې له دولتي او خصوصي روغتونونو بشپړ نظارت، د چارو شفافیت او په معیاري توګه هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي، د نظارت رئیس ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي د افغان پامیر ۲۰ بستریز، ادې زېږنتون، نجم السما شفاجو، خاټول، آریانا شفا، الماس او نادره صدیقي روغتونونو له ټولو څانګو څارنه ترسره او پرسونل ته یې سپارښتنې وکړې، چې د ستونزو حل او درملنې برخو کې له هیڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

نوموړي دغه راز په روغتونونو کې د ناروغانو احوال له نږدې واخیست، هغوی ته یې د روغتیا هیله څرګنده او د غوره خدمتونو وړاندې کېدو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

په هرات کې د درملو سکتور ستونزو په اړه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د درملو پلورونکو اتحادیې له رهبري پلاوي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتي روغتیايي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت انلاین غونډه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل‌ الهي عليزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا له مسوولینو سره انلاین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

د یو ملي سوداګر له لوري د نیمروز ولایت زرنج ښار حوزوي روغتون سره د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو او وسایلو مرسته وشوه

یاد ملي سوداګر ګل احمد نور زاد د روغتیايي سکتور ملاتړ او اهمیت ته په اشارې وویل، چې دغه ډول مرستې به په فراه او کندهار ولایتونو کې هم دوام ولري.

همدارنګه، د یاد روغتون رئیس ډاکټر. . .

BACK TO NEWS