د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې لوی رییس، ډاکټر عنایت الله عنایت د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د اختر په څلورمه ورځ د ارینا سلیمي خصوصي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۹:۳۴
moph

د دې لیدنې موخه د یاد روغتون د فعالیتونو ارزونه، د شته ستونزو او ننګونو یادښت کول او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه کولو لپاره د عملي حل لارو موندل وو، چې په ترڅ کې یې د څارنې او پلټنې لوی رییس، د روغتون له بېلا بېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ د ناروغانو  احوال واخیست او مسؤلینو ته یې د فیسونو  کنټرول برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.

د څارنې او پلټنې رییس دغه راز، له روغتیايي کارکوونکو سره له نږدې خبرې وکړې، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د ناروغانو معیاري درملنې په موخه یې ورته اړینې لارښوونې ترسره کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS