د عامې روغتیا وزارت یو لوړ پوړي پلاوي هندوستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ایوروید او دودیز طب له مشهورو او څو ملتي شرکتونو سره جلا لیدنې ترسره کړې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۵
moph

 په دې لیدنو کې د درملو د برابرولو، پانګونې او روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر امکاناتو هر اړخیز بحث او خبرې تر سره شوې.

یادو هندي شرکتونو ژمنه وکړه، چې افغانستان ته به معیاري آیوروید، د سنتي طب برخه کې اسانتیاوې او دودیز درمل په مناسبه او ټیټه بیه برابر کړي، څو افغان ولس ته خوندي او اغېزمن درملیز خدمات ورسېږي.

همدارنګه، دغو څو ملتي شرکتونو په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو او د طبي خدماتو د پراختیا لپاره خپله لېوالتیا څرګنده او د عامې روغتیا وزارت دا هڅه یې د هېواد د روغتیايي نظام پیاوړتیا او د درملو د لاسرسي د ښه والي لپاره یو مهم ګام وباله.

د یادونې وړ ده، چې دا لیدنې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د آیوروید او دودیز طب برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره یوه مهمه او هیله بښوونکې هڅه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS