د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد په افغانستان کې د ناروې له سفیر، پاول کلومان بکن او ورسره مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۱۳:۱۴
د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد په افغانستان کې د ناروې له سفیر، پاول کلومان بکن او ورسره مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د زلزله ځپلو سیمو او عمومي روغتیا د سکټور د لومړیتوبونو او د روغتیايي برخې د همکارانو ترمنځ پر ښې همغږۍ  او د اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد د هرات له زلزله ځپلو سره د نړیوالو همکارانو چې هغوۍ ته یې د روغتیایي خدمتونو د چمتو کولو په برخه کې ونډه اخیستې وه مننه او قدردانی وکړ او ویې ویل: د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي ټیمونو او امکاناتو او همدارنګه د مرستندویه سازمانونو هلې ځلې وې، چې د زلزله ځپلو سیمو ته په ډېر بېړني ډول روغتیايي خدمتونه و رسېدل.

همداراز د ناروې سفیر او ورسره مل پلاوي د عامې روغتیا وزارت سره په نړیواله کچه د اړیکو پراختیا اړینه وبلله او ویې ویل: موږ غواړو چې د عامې روغتیا وزارت سره په نړیواله کچه د اړیکو په پراختیا کې مرسته وکړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۵۹
Background image

له پاکستان هېواد څخه د درملو وارداتو د منع کولو طرحې اغېزمن تطبیق او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شو

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تر چتر لاندې، د درملیزو خدماتو، درملیزو تاسیساتو ته د جواز ورکولو او د اسنادو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم ریاستونو مسؤلینو په شتون. . .

BACK TO NEWS