د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مرکز کابل کې د تخصصي او ثالثي روغتونونو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۶:۵۵
MOPH

په دې ناسته کې د روغتیا په برخه کې د شته امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه د ګټې اخیستلو، د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو او په روغتیايي سکتور کې د مسلکي کسانو پر ګمارنې بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو رسول د عامې روغتیا وزارت دنده وبلله او په همدې موخه یې د روغتونونو له مسؤلینو وغوښتل، چې د روغتیا په برخه کې د ټولو شته امکاناتو څخه د اغېزمنې کارونې او خپل پوره توان په مرسته هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.

نوموړي همداراز د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو زیاتوالي په برخه کې د پرمختګ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو چې د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا سربېره د روغتیايي کارکوونکو معاشونه هم لوړ کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS