د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد  د اندونیزیا سفیر، ښاغلي  بودي رحمت سوریا سپوټرا سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۴:۱۵
moph

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد  د اندونیزیا سفیر، ښاغلي  بودي رحمت سوریا سپوټرا سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکټر خوشحال زمان، د پولیو د له منځه وړلو بېړني ملي عملیاتي مرکز رییس، الحاج ډاکټر  عبدالقدوس بریالي او ګڼ شمېر نورو ریاستونو مسؤلینو هم شتون درلود د روغتیا په برخه کې  د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزو همکاریو، د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد  له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د اندونیریا هېواد د همکاریو قدرداني تر څنګ د یاد هېواد له لوري د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ د لس میلیونه دوزه واکسین د مرستې مننه وکړه او د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د درملو او طبې تجهیزاتو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او نورو روغتیايي برخو کې د دې هېواد د لا ډېرو مرستو غوښتونکی شو.

له بلې خوا د اندونیزیا سفیر له افغانستان سره د دې هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د روغتیا په برخه کې یې  د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د نشه يي توکو سره د مبارزې او عامه پوهاوې په موخه د بایسیکل ځغلولو سیالۍ تر سره شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې په همکارۍ، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي په موخه د بایسیکل ځغلولو سیالۍ تر سره شوه.

 دا سیالۍ چې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۳۸
Background image

په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت روغتیايي اتشې د انقرې سرې میاشتې له رئیس سره ولیدل

په ترکیه کې د ا.ا.ا د سفارت روغتیايي اتشې، متخصص دوکتور فضل الله سیرت د ترکیې د انقرې سرې میاشتې له رئیس، ډاکټر محمد سیلای سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې دواړو خواوو روغتیا برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې ریاست له لوري د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان او UNODC استازو. . .

BACK TO NEWS