د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د کابل د تخصصي او ثالثي روغتونونو له ټریني متخصصینو او سرطبيبانو سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۵:۱۱
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د کابل د تخصصي او ثالثي روغتونونو له ټریني متخصصینو او سرطبيبانو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې، ټریني متخصصینو د معاشونو د زیاتوالي، په روغتونونو کې د مسلکي کسانو د ګمارنې او نورو اړینو موضوعاتو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ټریني متخصصینو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدلو ترڅنګ وویل، په روغتونونو کې د ټریني متخصصینو، ډاکټرانو او نورو مسلکي کارکوونکو د معاشونو د زیاتوالي اړوند هڅې روانې دي.

ښاغلي وزیر همداراز په روغتونونو کې د  مسلکي کسانو په ګمارنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې موږ په هڅه کې یو؛ تر څو په روغتونونو کې د غوره او معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه پوه او مسلکي کسان پر دندو وګمارو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS