د عامې روغتیا وزیر او د یونیسف رئیس ترمنځ د تطبیق کوونکو مؤسسو د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونې او ښه والي په موخه لیدنه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې له مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدین اوېلا او مل پلاوي سره د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونې او ښه والي په موخه لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هم شتون درلود، په افغانستان کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو پر څرنګوالي، د درملو پر کیفیت او روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو په لېږد، د روغتیايي خدمتونو د ارزونې په موخه په ګډ نظارت، د روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو او د روغتیايي مرکزونو پر بیا رغونې بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په شفاف ډول د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کېدو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو په لېږد ټینګار وکړ او زیاته یې کړه ، هغه روغتیايي مرکزونو ته چې پر ټاکلي وخت ورته درمل نه لېږدول کېږي، په اړه یې باید جدي اقدامات ترسره شي.

همداراز ښاغلي وزیر، د تطبیق کوونکو مؤسسو په انتخاب کې د شفافیت غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، ټولې تطبیق کوونکې مؤسسې باید د شفافیت او غوره فعالیتونو پر اساس وټاکل شي او هغه مؤسسې چې خدمت یې مؤثر نه وي، باید په روغتیايي سکټور کې شتون ونه لري.

بل لور د یونسیف ادارې مشر وویل، هڅه کوو چې د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د روغتیا وزارت سره په ګډ نظارت کار ترسره او د دغه وزارت سره په همغږۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي ته کار وکړو. هغه زیاته کړه، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد په موخه به یوه ګډه کمېټه جوړېږي، تر څو د ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د درملو اړتیا معلومه او له مخې یې پر ټاکلي وخت روغتیايي مراکزو ته درمل او نور اړین وسایل ولېږدول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۱۴
Background image

غور ولایت کې له یو شمېر روغتیایي کتنځایونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت چې د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، پایله کې یې ۷ درملتونونه د قانوني جوازونو نه لرلو له امله وتړل شول او ۹ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۱۱
Background image

د سمنګان ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍکې یو حمایوي کمپ جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ

دا روغتیایی کمپ د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ په قوش محله کلي کې د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې (Save the Children) په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ.

دا اقدام د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۵۶
Background image

د خوست، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص برنامې له بهیر څخه نظارت ترسره شو

د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست څارنې ټیمونو یادو ولایتونو ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ذکر شویو ولایتونو د تخصصي روغتونونو د رهبرۍ، ټریننګ مسؤلینو، د څانګو مسؤلینو، ټرینر. . .

BACK TO NEWS