د عامې روغتیا وزیر د ایران هیواد څخه راغلي پلاوي سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد څخه راغلي پلاوي سره وکتل
په دې لیدنه کې د ایران هېواد له لوري د افغانستان روغتیايي سکتور سره د مرستې او همکارۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا په موخه د نړیوالو په ځانګړي توګه د ایران هېواد همکاري اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د یاد هېواد سره پر لا ښو اړیکو او دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
له بل لوري د یاد هېواد استازو په روغتیايي برخه کې د بشپړې همکارۍ او په نږدې راتلونکي کې د یو شمېر روغتیايي پروژو د پیلېدو ډاډ څرګند کړ.