د عامې روغتیا وزیر د سید کرم ولسوالۍ جامع روغتیایي مرکز څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۳:۴۷
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي پکتیا  ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د سید کرم ولسوالۍ جامع روغتیايي مرکز له خدمتونو لیدنه ترسره کړه

 په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتیايي مرکز د روغتیايي څانګو له خدماتو څخه د لیدنې سربېره په دې روغتیايي مرکز کې د نوي جوړېدونکي تعمیر له نیمه پاتې تعمیراتي چارو هم لیدنه وکړه.

ښاغلي وزیر د یادې لیدنې په ترڅ کې وویل، هڅه کوو د روغتیا په برخه کې لرې پرتو سیمو ته لا زیاته پاملرنه وکړو او په دې برخه کې شته ستونزې حل کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۲۴
Background image

زابل کې واکسیناتورانو ته د ظرفیت لوړولو په موخه ۶ ورځنی ټریننګ پیل شو

یاد ټریننګ چې د زابل د عامې روغتیا ریاست له لوري پیل شو، ترڅ کې به یې واکسیناتورانو او د معلوماتو راټولولو برخې مسؤلینو ته د روټین واکسین پوښښ قوي کولو په اړه زده کړې ورکړل شي.

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت مسئولینو ته د GBT( global benchmarking tool) تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ورکړل شو

یاد روزنیز پروګرام  چې  د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ترسره شو،  په کې د خوړو او درملو معینیت رئیسانو،آمرینو او مشاورینو ګډون کړی و، چې موخه یې هېواد کې  د درملو او روغتیايي محصولات. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د ټروما مرکزونو (Trauma Centers) اړوند د معلوماتو د ثبت فارم نهایي شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت، د روغتیا نړیوال سازمان له استازو او د روغتیا معلوماتي سیسټم (HMIS) له تخنیکي ټیم سره په ګډه د ټروما اړوند. . .

BACK TO NEWS