د عامې روغتیا وزیر د فلول کلي څخه لیدنه ترسره کړه
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د فلول کلي څخه، چې وروستیو سېلابونو له امله یې اوسېدونکې زیانمن شوې له نږدې لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو، د سیمې اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر، ګرځندویه روغتیايي ټیمونو، د کابل امبولانس خدمتونو، د سیمې اوسېدونکو او ناروغانو څخه لیدنه ترسره او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو روغتیايي حالت ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي.
د عامې روغتیا وزیر همداراز د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو څخه د نږدې لیدنې او د ولسونو سره د غم شریکۍ سربېره ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزرات به په دې ولایت کې د زیانمنو شویو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د له هیڅ ډول هڅو او کوششونو دریغ ونه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزرات په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د بورکه ولسوالۍ اړوند، فلول سیمې په کمپ کې، چې د نوي ښار ترڅنګ موقیعت لري د بېړنیو روغتیايي خدمتونو، عمومي جراحي، اُرتوپیدي، ماشومانو داخلې او ښځینه څانګو سربېره ۲۱ سیار روغتیايي ټیمونه او کابل امبولانس خدمتونه ایجاد کړي دي؛ تر څو په بشپړ ډول د زیانمنو شویو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او پر وخت یې درملنه وشې.