د عامې روغتیا وزیر د میدان وردګ له والي سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۶:۳۳
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د میدان وردګ له والي، ښاغلي قاري بختیار معاذ سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د میدان وردګ ولایت په روغتیايي برخه کې د شته ستونزو  اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا په برخه کې د دې ولایت ستونزې واورېدې او په اړه یې د لازمو اقداماتو ترسره کېدو ډاډ ورکړ.

له بل لوري د میدان وردګ والي په دې ولایت کې د موجوده ستونزو د حل په برخه کې د لازمو اقداماتو ترسره کېدو په موخه د عامې روغتیا وزیر څخه مننه وکړه او په چارو کې ورته د بریالیتوب غوښتونکی شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزیر د FMIC له لوري جوړ شوي ۱۵م نړیوال علمي او څېړنیز کنفرانس کې ګډون وکړ

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کابل کې د مور او ماشوم لپاره د فرانس روغتیایي انسټیټیوټ (FMIC) French Medical Institute for Mother and Children) له لوري جوړ شوي ۱۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

BACK TO NEWS