د عامې روغتیا وزیر د چین هېواد د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي له مرستیال سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۴:۵۷
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي چین هېواد ته د سفر پر مهال د دې هېواد د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي له مرستیال سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې د ملاریا، نري رنځ، پولیو او نورو ورته ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي، طبیعي پېښو ته پر وخت ځواب ویلو، د روغتیایي وضیعت ښه مدیریت، د ناروغیو د سرویلانس او په دې برخه کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، او روغتیایي برخه کې د همکاریو په پراختیا خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي دغه راز د چین د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) او د دې هېواد د انفلوینزا ملي مرکز څخه هم لیدنې ترسره کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۵:۳۳
Background image

تخار ولایت کې د ۱۶ ولسوالیو واکسیناتوارنو ته ۴۰ عرادې موټرسیکلونه وویشل شول

 دغه موټرسیکلونه د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د یونیسف نړیوالې ادارې او آغا خان مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۶ ولسوالیو واکسیناتوارنو ته د واکسیناسیون بهیر چټکتیا، لرې پرتو سیمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۸
Background image

پکتیا ولایت کې شاوخوا ۱۴۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یو وړل شول

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو او څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د درملو او خوراکي توکو له ۶۹ تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې یې ۲۷۴. . .

BACK TO NEWS