د عامې روغتیا وزیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۶:۱۱
MOPH

په دې لیدنه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال الحاج شيخ عبدالبر چې د روزنتونو رئیس یې هم ملتیا کوله په روزنتونونو کې د کوچنیانو لپاره د روغتیايي خدمتونو برابرېدو او لا پراخېدو په تړاو خبرې تر سره کړې

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، نورجلال جلالي روزنتونونو کې د روغتیايي خدمتونو په پراخېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د هېواد اړمنو او مظلومو بچیو لپاره به په روغتیايي مراکزو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي، جلالي وویل د دې چارې لپاره به مرکزي او ولایتي مسئولینو ته سپارښتنه وکړي تر څو د روزنتونونو کوچنیانو لپاره روغتیايي خدمات پراخ او ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS