د عامې روغتیا وزیر د کنړ ولایتي ۲۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۱:۵۲
moph

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولایتي ۲۰۰ بستریز روغتون د نیمګړو چارو څخه د تکمیل په موخه لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي یاد روغتون د کونړ او نورستان ولایتونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته د رسېدو او درملنې په برخه کې اړین وباله او په راتلونکي کې یې د دغه روغتون د تعمیر د نیمګړو چارو د بشپړېدو ډاډ ورکړ.

د نوموړي روغتون د تعمیر ۷۰ فیصده چارې بشپړې شوي او په راتلونکي کې به یې  د هیواد د نورو نیمه پاتې پروژو تر څنګ نیمګړې چارې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS