د عامې روغتیا وزیر د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د کچې روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۵۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پیج درې اړوند د ماڼوګي ولسوالۍ د کچې روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي چې د کونړ د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر خان مخلص هم شتون درلود، د پیج درې، ماڼوګي ولسوالۍ روغتون بېلا بېلې څانګې له نږدې ولیدې.

ښاغلي نور جلال جلالي د یادې لیدنې پرمهال د شته نیمګړتیاوو حل په موخه روغتیایي کارکوونکو او مسئولینو ته لازمې سپارښتنې ترسره کړې او هم یې د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کېدو تاکید وکړ.

ورته مهال ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي د یادې ولسوالۍ مشرانو سره  ناسته ترسره کړه او د هغوۍ د روغتیایي وړاندیزونو او غوښتنو تر اورېدو وروسته یې یو شمېر برخو کې د د حل ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۲:۴۹
Background image

۵۰ تنو ښوونکو ته د خوړو او اوبو د ارزښت په اړه یو ورځنی روزنیر ورکشاپ ترسره شو

یاد ورکشاپ د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو خوندیتوب لوی ریاست مسئولینو له لوري د کابل ښار اتمې ناحیې سیمه کې د ادې خصوصي لیسې ښوونکو ته ترسره شو چې په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۸:۳۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د روغتیا نړیوال سازمان او UNDP په همکارۍ هېواد کې (267276 ) پشه خانې توزیع شوي دي

دغه پشه خانې د ملاریا اوټبریکونو د کنټرول په موخه توزیع کېږي، چې د روان کال په ترڅ کې د نورستان، پکتیکا، د غزني په ناوه او د کابل په سروبي ولسوالیو کې هم د ویشلو کمپاین پیل شوی، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۱۹
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون معرفت غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث نور الحق انور، د کابېنې غړو، د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرستیالانو، عمومي. . .

BACK TO NEWS