د عامې روغتیا وزیر د یوناما پخواني مشر سره او همدارنګه د جاپان سفیر سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۳:۵۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د یوناما پخواني مشر، ښاغلي تادا میچي یاماموتو او د افغانستان لپاره د جاپان هېواد سفیر او مل پلاوي سره وکتل

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د جاپان هېواد د مرستو او همکارۍ اړوند خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي  افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د یاد هېواد له لوري د ترسره شویو مرستو په موخه مننه وکړه او د روغتیايي سیستم پیاوړتیا، افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړونې او لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو پراخېدو برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو.

له بل لوري د یاد هېواد استازو د روغتیا په برخه کې د دوامداره همکاریو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ولایت په جنوب کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوی، کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د. . .

BACK TO NEWS