د عامې روغتیا وزیر د UNFPA سازمان د مسؤلینو سره وکتل

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۱:۱۰
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر، ښاغلي کوابینا اسانتي او د دې سازمان له جینوا څخه راغلې استازې اغلې شوکو سره په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو جوړېدو، د جوړو شویو روغتیايي ځالو د خدمتونو پر پراخوالي د روغتیايي پرسونل په ارتقاء ظرفیت، د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتیايي خدماتو پر پراخوالي او غوره کیفیت برابرولو په موخه لیدنه ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد سازمان له استازو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې په ارتقاء ظرفیت، د لا نورو نویو روغتیايي ځالو جوړولو، د خدماتو پر پراختیا او راتلونکي کې د نويو روغتیايي ځالو د جوړېدو پر مهال د معیاري او نویو نقشو عملي کولو غوښتونکی شو.

د عامې روغتیا وزیر د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره روغتیايي خدماتو برابرول خپل لومړیتوب یاد کړ او په خپله وینا یې په دې برخې کې به دوامداره هڅې کوي؛ ترڅو تر ټولو سپینو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکو  ته روغتیايي خدمات ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ولایت په جنوب کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوی، کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۲۰
Background image

سرپل ولایت کې یو ټن له نېټې تېر او بې‌ کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

دغه درمل او خوراکي توکي د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له‌ لوري راټول شوي وو، چې د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یووړل شول.

BACK TO NEWS