د عامې روغتیا وزیر په هند کې د چاپېریال او بهرنیو اړیکو له وزیر سره د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۲۲
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي هند هیواد ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د دې هیواد د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیم بدلون وزارت او د دولت په چارو کې د بهرنیو اړیکو له وزیر کیرتي وردان سینګ سره لیدنه تر سره کړه:

په دې لیدنه کې په بیلا بیلو اړینو موضوعاتو ، چې موخه یې د روغتیا په برخه کې همکاري جلبول، ظرفیت لوړونه ، د درملو اوږدمهاله تأمین، او د روغتیا سکتور کې د پراختیایي همکاریو پیاوړتیا وه ، خبرې تر سره شوې.

ښاغلي وزیر مولوي نور جلال جلالي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل ، هڅه یې د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د افغان علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د زمینې برابرول دي ، نوموړي همدارنګه په بیلا بیلو برخو کې د تجاربو شریکول اړین وګڼل او په وینا یې دا چاره به د چاپیریال په پاک ساتنې او د ناروغیو پر مخنیوي کې خورا اغیزمنه ثابته شي.

بل لور ته د هند د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیم بدلون وزارت وزیر د خپلو خبرو په جریان کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او و یې ویل د افغانستان د خلکو د روغتیایي امنیت د ملاتړ لپاره د هند ژمنتیا یو ځل بیا تازه کوو او په بیلا بیلو برخو کې به د افغان دولت سره همکاري جاري وساتي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

په سرپل ولایت کې ۱۷ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل له منځه يوړل شول

دغه توکي چې د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.

د سرپل عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۱
Background image

چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې په موخه د رهبرۍ بورډ دوه ویشتمه غونډه ترسره شوه

دا غونډه د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه بحث. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS