د عدلي طب رئیس د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې شریکې کړې
د عدلي طب رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني سره شریک کړل.
په دې غونډه کې د عدلي طب رئیس د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د یاد ریاست دندې، وړاندیزونه، ستونزې او د حل لارې چارې یې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې او د یاد وزارت له رهبرۍ یې وغوښتل، چې د دغه ریاست ستونزو ته د حل په موخه رسېدنه ترسره کړي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد ریاست فعالیتونو او لاسته راوړنو د اورېدو ترڅنګ، ژمنه وکړه، چې د دغه ریاست د ستونزو د حل په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.