د قابلو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۶:۴۰
د قابلو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

یکشنبه، ثور ۲۵/ ۱۴۰۱

د قابلو نړیواله ورځ د سل کلن پرمختګ تر شعار لاندې د کابل سرینا هوټل کې د ملي او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون په یوه غونډه کې ولمانځل شوه.

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال ډاکټر حبیب الله آخندزاده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او داسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد ، په افغانستان کې د قطر هېواد سفیر، ملي او نړیوالو بنسټونو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستيال د قابلو نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو افغانو قابلو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د روغتیا وزارت رهبري په ټولنه کې د میندو د مړینې په ټيټولو کې د قابلو رول مهم ګڼي او د عامې روغتيا وزارت د لا زیاتو اسانتیاو د برابرولو لپاره کار کوي.

مولوي اسحق صاحبزاده زياته کړه، چې تر اوسه شاوخوا ٣٤٨٢٥ قابلې په هېواد کې له عامې روغتيا وزارت سره ثبت دي، چې ٦٠٣٣ تنو ته يې په هېواد کې د کار زمينه برابره شوې، چې له دې جملې څخه ٤٤٨ يې د مديريت په برخه کې او ١٣٧٠ نورې يې د مسلکي وړتيا لوړولو په برخه کې په کار بوختې دي .

همدارنګه د دې غونډې په دوام کې د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په هیواد کې د میندو او ماشومانو د ژوند ژغورلو په برخه کې د افغان قابلو د کار او هلو ځلو له امله مننه او قدرداني وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په هیواد کې د میندو او ماشومانو د ژوند د ښه والي په برخه کې لازمې هلې ځلې وشي.

همدارنګه ښاغلي مجاهد د افغانستان د روغتیا په برخه کې د قطر هيواد له همکارۍ مننه وکړه او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه یې وغوښتل چې د قابلو لپاره د حرفوي زده کړو، د افغان قابلو د پوهې د کچې د لوړولو او مالي امتيازاتو په برخه کې د لا زیات کار زمینه برابره او د اسلامي امارت رهبري چې ورته ژمن وي چمتو کړي.

له بلې خوا په افغانستان کې د قطر هيواد سفیر ښاغلي سعید بن مبارک الخیارین افغان قابلو ته د قابلې د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې قطر هيواد د قابله ګانو د روزنې په ګډون د قطر د سرې میاشتې له لارې له افغانستان سره په مختلفو ولايتونو کې زیاتې مرستې کړې دي.

دغه راز په افغانستان کې د قطر سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې ټینګار وکړ او ویې ویل، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره لازیاتې مرستې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۱
Background image

د فاریاب ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت د پرله‌ پسې هڅو پایله کې وتوانېد، څو د (۱۰) خصوصي روغتونونو د نسخو لیکلو سیستم کمپیوټري کړي

دغه مهم اقدام د اداري اصلاحاتو د پلي کېدو، شفافیت پیاوړتیا، د ناروغانو د معلوماتو ثبت او ساتنې په بهیر کې د نظم ښه‌والي او دقت، د اسنادو ضایع کېدو مخنیوي او ناروغانو ته د روغتیايي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د غزني ولایت سیمه‌ ییز تخصصي روغتون سره د شاوخوا ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۲۶۵ کیلو واټه په ظرفیت د یو پایه برېښنايي ماشین مرسته وشوه

دغه ماشین له اړوندو تخنیکي تجهیزاتو سره د غزني عامې روغتیا ریاست د پرله‌ پسې هلو ځلو او همغږۍ په پایله کې د بې سرحده ډاکټرانو (MSF) مؤسسې په مالي ملاتړ واخیستل شو او په رسمي ډول د غزني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

د ماشومانو او میندو لپاره د فرانسې طبي انسټېټيوټ (FMIC) روغتون د کارډیولوژۍ فوق تخصص ازموینه په شرایطو برابرو نوماندانو څخه واخیستل شوه

د فوق تخصص دغه نظري ازموینه د FMIC روغتون د فوق تخصص پروګرام لپاره د وړ او مسلکي متخصصینو د جذب په موخه له (۵۰) تنو په شرایطو برابرو نوماندانو څخه د قرنطین شرایطو لاندې، د عامې روغتیا. . .

BACK TO NEWS