د مالي او اداري چارو مرستیال د ابو علي سینا روغتون د سوځیدنې ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۱:۳۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د ابو علي سینا بلخي روغتون، د سوځیدنې ۵۰ بستریز روغتون، آنکولوژي او هیموډالیز څانګو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د بلخ ولایت د عامې روغتیا رئیس رحمت الله منصور او د هغه ټیم ورسره مل و، لومړی یې د ناروغانو لیدنه وکړه او د هغوی د ژر روغتیا هیله یې وکړه.

همدا راز ښاغلي، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د دغه روغتون له بېلابېلو څانګو څخه د لیدنې پرمهال مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي او د ناروغانو د روغتیايي وضعیت رسیدنه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ولایت په جنوب کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوی، کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د. . .

BACK TO NEWS