د مرکزي او ولایتي روغتونونو ٣٠ تنه ډاکټرانو او نرسانو ته د ناروغیو کنټرول او مخنیوی (IPC)برخه کې څلور ورځنۍ روزنیز ټریننګ ورکړل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۲۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ په تالار کې د خیر خانې ١٠٢ بستریز او کندهار، هلمند، سمنګان، تخار، خوست، پکتیکا، فراه او زابل ولایتونو روغتونونو څخه ٣٠ تنه ډاکټرانو او نرسانو ته د ناروغیو کنټرول او مخنیوي (IPC) په برخه کې څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ورکړل شو؛ ترڅو په یاده برخه کې د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړ او د خدماتو کیفیت لا ښه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا ریاست له لوري په ابو علي سينا بلخي حوزوي روغتون کې په عصري وسایلو سمبال د جدي پاملرنې (ICU) څانګه پرانېستل شوه

دغه څانګه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ د ۱.۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې په فعالیت سره به. . .

BACK TO NEWS