د مور په شيدو د ماشومانو تغذيې په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه د هېواد په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې ترسره شول

په دې اړه د عامې روغتيا وزارت مسؤلينو په مرکز کابل او یو شمېر ولايتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونو په ترسره کولو سره د مور په شيدو د ماشومانو تغذيې پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: چې د مور شيدې د ماشومانو لپاره بشپړه، طبيعي او خوندي غذا ده، چې د ماشومانو د روغتيايي سيسټم په پياوړتيا، سالمه وده او د ناروغيو په مخنيوي کې بنسټيز رول لري.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې د مور شیدې د ماشومانو تغذیې لپاره د هغوی د ژوند په لومړيو شپږو مياشتو کې ځانګړې او کافي غذا ده؛ چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړينو خطر کموي او د ذهني او جسمي ودې سبب یې ګرځي
همداراز، له کورنيو غوښتل شوي، چې په طبيعي شيدو د ماشومانو تغذيه کې د ميندو ملاتړ وکړي؛ تر څو يوه سالمه او پياوړې ټولنه ولرو.