د نايب امين الله خان لوګري روغتون ته څه باندې سل قلمه درمل او طبي توکي وسپارل شول
سه شنبه ۲۳ ورى ۱۴۰۱
په دغو وسايلو کې د اکسيجن ماشينونه، د عملياتخونې وسايل،چپرکټونه، درمل، د واکسين يخچالونه، کمپلې ، د لومړنيو مرستو بکسې ، د فزيوتراپي وسايل او دفتري ضروري توکي شامل دي، چې د کف پلي کونکي مٶسسې په همکارۍ چمتو شوي دي.
د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر قدرت الله عادل د کف پلي کونکي مٶسسې له مسوولینو څخه د دې وسایلو د برابرولو له امله مننه وکړه او وې ویل چې په داسې شرایطو کې د نایب امین الله خان لوګري روغتون دې وسايلوته یوه جدي اړتیا ده.