د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند مرکیخېلو سیمه کې د یو روغتیایي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱
MOPH

د دغه روغتیایي مرکز د جوړېدو لپاره ٣ جریبه ځمکه د سیمې اوسېدونکو له لوري ځانګړې شوې، چې په جوړېدو سره به یې د دې لرې پرتې سیمې اوسېدونکي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی پیدا او ګڼې روغتیایي ستونزې به یې حل شي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د ودانۍ له جوړیدو سره سم به خدمات پیل او تشکیل به یې د منظورۍ په موخه د عامې روغتیا وزارت مقام ته وړاندیز کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۴
Background image

په کندز ولایت کې د انتاني ناروغيو درملنې ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتون‌ پرانيسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد ولايت د مقام  مرستیال، د امارتي ادارو يو شمېر رئیسانو، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو، متخصصينو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د غزني حوزوي روغتون د ودانیزو چارو او روغتیايي خدماتو ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د غزني حوزوي روغتون له خدماتو، نوي تعمیر او د اکسیجن پلانټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه تر سره کړه:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

د قزاقستان په مرسته په کابل کې د ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون طرحه نهایي شوه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی ریاست اړوند د پلان او برنامه‌ ریزۍ ریاست له لوري په مرکز کابل کې د قزاقستان هېواد له لوري د جوړېدونکي ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز. . .

BACK TO NEWS