د هرات او بغلان کې د درملتونونو او خوراکي توکو پر مرکزونو پراخ نظارت، یو شمېر ځایونه وتړل شول
د هرات عامې روغتیا ریاست د درملو او روغتیايي محصولاتو د وارداتو او وېش د څارنې او پلټنې عمومي مدیریت ټاکل شوي پلاوي د یاد ولایت په بېلابېلو ناحیو کې له (۸) درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ
د دغه نظارت په پایله کې (۶) درملتونونه د نه خالي کولو، د انتقال د اسنادو نه لرلو او د درملو د پلور بلونو نه مراعتوالو له امله وتړل شول. همدارنګه، له یادو درملتونونو څخه (۲۱) قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ریاست ته ولېږدول شول.
دغه راز، یاد پلاوي د هرات ولایت په بهزاد سړک او امام مسلم ۱۱ سیمه کې د خوراکي توکو له ۷ مرکزونو څخه هم پلټنه وکړه؛ چې پر مهال یې (۹) قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي، چې ټول (۵۴) بستې او وزن یې شاوخوا (۱۲۷) کیلو ګرامه و، راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځای ته ولېږدول شول.
د یادو نظارتونو په دوام، د بغلان عامې روغتیا ریاست د درملیزو تاسیساتو عمومي مدیریت د دغه ولایت د پلخمري ښار لومړۍ ناحیې (مسجد گنبدي و ششصد کوتي قول پلنګ) سیمه کې له (۱۳) درملتونونو او د انصاف ۲۴ ساعته خیریه روغتیایي مرکز څخه هر اړخیزه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې یې (۶) درملتونونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
