د هرات عامې روغتیا ریاست ۲۸ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي له منځه یوړل
د هرات ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټڼې آمریت له لوري ۲۸ ټنه بېلا بېل خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات، چې د دوه میاشتني نظارت په ترڅ کې راټول شوي وو، د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې د ښاروالۍ د تنظیف مدیرت په همکارۍ میرداود سیمه کې له منځه یوړل.
