د هلمند عامې روغتیا ریاست څارنې او پلټنې امریت له لوري د یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظات د هلمند عامې روغتیا ریاست نظارتي ټیم له لوري د ۲۰ بابه پلورنځیو څخه ترسره شو، چې پایله کې یې ۳۰ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.
د نظارتي ټیم له لوري همداراز، د پلورنځیو مسؤلینو او کارکوونکو ته د قانون مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، چې د نه مراعتولو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.