د هند حکومت له لوري د عامې روغتيا وزارت ته ۶ عرادې مجهز امبولانسونه وسپارل شول
ياد امبولانسونه چې تېره ورځ په رسمي ډول د عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شول ، په عصري طبي وسايلو سمبال دي، چې د بېړنيو ناروغانو د لېږد او عاجلو روغتيايي خدمتونو په برخه کې به اغېزمن رول ولوبوي.
د عامې روغتيا وزارت رهبري د يادو امبولانسونو له کبله د هند حکومت څخه مننه کوي او د دوی دا نېک اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتيايي همکاريو د پياوړتيا نښه بولي.
