د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت پیل شوې لړۍ دوام لري

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۷
MOPH

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل دي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کېږي.

د نظارتونو یاده لړۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې ده، پر دوام یې له سیاووش، بابر معالجوي، ثابت شینوزاده، امیر حاجي زاده، افغان سویس، افغانستان معالجوي، تابان، زلمي احمدزي، مسعود مصطفی، لمر، الطیب، حسني، الخیر، عتیق الله امرخېل، بلاسم او راحیل روغتونونو څخه نظارت ترسره شو او اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د هېواد په کچه د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ او ناروغانو ته لازم روغتیایي خدمات وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه نظارتي بهیر به ډېر ژر د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه عملي شي او د مسؤلینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي؛ څو د خصوصي روغتیايي مرکزونو فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم ترسره او د خلکو روغتیا خوندي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۰
Background image

په فراه ولایت کې څه باندې څلور ټنه بې‌کیفیته تور چای له منځه یوړل شو

دغه چای چې له کینیا هېواد څخه وارد شوی و، د ګډ نظارتي ټیم، سیمه‌ییزو مسؤلینو او د رسنیو د استازو په شتون کې په شیخ ابونصر فراهی بندر کې له منځه یوړل شو.

د فراه د عامې روغتیا رئیس،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د پکتیا او بامیان اوسېدونکو لپاره د رواني او ټولنیزو خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا او بامیان ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ډایوو (DAWEO) مؤسسې سره د (۱۴۵۰۴۸) یو سل پنځه څلوېښت زره او اته. . .

BACK TO NEWS