د پولیو ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ کلنۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۸:۵۵
Polio

یاده غونډه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د رئیسانو، د پولیو ادارې استازو، د نړیوال روغتیايي سازمان استازو او ګڼ شمېر روغتیا پالانو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد پولیو ناروغي د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت د یادې ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي اړوند د روغتیا نړیوال سازمان، بېلګیټس بنسټ او ورته نورو بنسټونو له استازو سره غونډې او بحثونه ترسره کړي دي.
د عامې روغتیا وزیر همداراز زیاته کړه، چې د اسلامې امارت په راتګ سره د لومړي ځل لپاره موږ په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ زیږدیز کلونو کې په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ يواځې ۸ مثبتې پېښې لرلې ، چې دا د پولیو د پېښو په کنټرول او مخنیوي کې یوه ستره لاسته راوړنه ده.

ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، موږ ژمن یو چې د هېواد  ګوډ  ګوډ ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د رسولو تر څنګ د  هېواد ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو کې مرسته وکړو؛ تر څو په هېواد کې په بشپړ ډول د پولیو ویروسي ناروغۍ له مینځه یوسو او د دې ناوړه ناروغۍ څخه پاک افغانستان ولرو.

د عامې روغتیا وزیر ۲۰۲۴ زیږدیز کال د پولیو ناروغۍ د له مینځه تلو او کنټرول لپاره وروستی کال یاد کړ او ویې ویل، چې د عامې روغتیا وزارت د خپلو شریکانو سره یو ځای په پلان کې لري، چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په ترڅ کې په ټول هیواد کې د پولیو واکسین د تطبیق څلور کمپاینونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS